شبقدر کښې د قومي وطن پارټي مرکزي چئيرمين افتاب احمد خان شيرپاو يو شموليتي غونډے تا د خپلي ووينا په محال ووئيلي دي چي په فلسطين کښي د اسرائيلي فوج ظلم ، جبر او تشدد چي څومره هم مذمت وشي هغه کم دے هغوي دا هم ووئيل چي په فلسطيني اولس جبر ،تشدد او ظلم کښې شريک ټول قوتونه د مسلمانو شريک دښمان دي ۔ شموليتي غونډے تا د قومي وطن پارټي مرکزي چئيرمين ووئيل چي راتلونکي انتخاباتو کښي با پخواني تجربه چرے هم قبول نه کړې او تير انتخاباتو کښي په دهاندلي کښې د ملوث عناصر د پلټني او د انصاف طرف راوستے شي افتاب شير پاو ووئيل چي تير حکومتونه هم د اولس په حمايت نه بلکه د طاقت په بنياد جوړ شوي وو کومو چي د اولس اعتماد تا نقصان رسولے ۔
شموليتي غونډه کښي د ضلعي کونسل سابقه ممبر او تحريک انصاف پخواني ضلعي رهنمائ الياس خان د خپل خاندان او ملګرو سره په قومي وطن پارټي شموليت کړي ۔ په دے محال شموليتي غونډے تا افتاب احمد خان شيرپاو ووئيل ټول سياسي جماعتونو تا يو رنګ په انتخاباتو کښي د برخه اخستو موقع ورکول پکار دي او د انتخاباتو نا وړاندے په ټول ملک او بالخصوص په پختون خوا کښې د امنيت وضع په ځائے کول د نګران حکومت او اليکشن کميشن ذمه داري ده ۔ هغوي ووئيل چي پي يو پرامن او سازګار ماحول کښي اميدوار تا د انتخابي مهم چلاولو او ووټر تا د خپلي رائے ادا کولو موقع ورکيدے ۔افتاب شير پاو مخکښي ووئيل چي ملک کښي سياسي تناو تر دے وخته موجود دے او په داسے حال کښي د ملک معشيت ښه کيدل ممکن نه دے د ګراني په لړئي کښي ورځ تر ورځه اضافه کيږي کومو چي اولس پريشان کړي افتاب شير پاو د اتلسم ترميم کښې د بدلون په اړه ووئيل چي په اتلسم ترميم کښي د بدلون يا د خاتمه با کله هم اجازت ورنکړے شي افتاب شير پاو دا هم ووئيل چي په راتلونکي انتخاباتو کښي با اولس د خپل تير حکمرانانو احستاب کوي کومو چي ووټ اخستو نا پس د اولس مسله حل کولو کښي ناکامه شويدي ۔ قومي وطن پارټي د اولس خدمت خپل د سياست بنيادي برخه کنړي او هم په دغه مقصد د اولس د ووټ اخستومطالبه کوي په دے وخت د قومي وطن پارټي صوبائي چئيرمين سکندر شير پاو ، محمد فياض خان ايډوکيټ او نور د قومي وطن پارټي مشران موجود وو