د خېبرپښتونخوا هاؤس اسلام آباد وياند يار محمد نيازي وئيلي دي چې پي ټي آئي رهنما صنم جاويد د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په خواست کے پي هاؤس کښې سره د خپل خاندان ميشتۀ ده
صنم جاويد ته تيره ورځ اسلام آباد هائيکورټ امر کړې وو چې اسلام آباد حدود کښې دې اوسيږي
عدالت خپل حکم کښې پوليس د صنم جاويد ګرفتارۍ نه منع کړې وو
صنم جاويد د ګوجرانواله جيل نه خوشې شوې وه او اسلام آباد پوليس د دوباره نيولو وروستو ملزمه بلوچستان پوليس ته سپارلې وه