آئي ايم ايف سره کامياب مذاکراتو پس ډالر قيمت ته بريک لګيدلے ، کاروبار په شروع کښي انټر بينک کښي ډالر ارزان شوے ، اسټاک ايکسچينج کښي هم تيزي ، هنډرډ انډيکس اووه پنځوس زره نفسياتي حد کراس کړے.
انټر بينک کښي ډالر يو روپے ، اتيا پيسي ارزانيدو نه پس دوه سوه شپږ اتيا روپے او څلور ديرش ته رسيدلے ۔ تيره ورځ انټر بينک کښي د کاروبار په اختتام ډالر دوه سوه اته اتيا روپے ، شپاړس پيسي وو ۔
بلخوا پاکستان سټا ک ايکسچينج کښي هنډرد انډيکس نن تاريخي اووه پنځوس زره پوائنټس حد کراس کړے ،پاکستان سټاک ايکسچينج کښي هنډرډ انډيکس دري سوه شپږ نوي پوائنټس اضافي سره اووه پنځوس زره ، شپږ اويا پوائنټس ته رسيدلے ۔