افغانستان کښې د ټي ټي ټي قيادت خلاف مبينه هوائي حملو اطلاعات ، ذرائع وائي چې کابل کښې د ټي ټي پي مشر په ګاډي حمله شوې، د افغان حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد وئيلي چې کابل کښې د چاودنو آوازونه اوريدلي شوي خو خير شوېدې بلخوا جلال آباد، خوست او پکتيکا کښې هم د ټي ټي پي په ټهکانو د فضائي حملو اطلاعات دي ۔
کابل: تيره شپه افغانستان سرښار کابل ، پکتيکا ، خوست او ننګرهار کښي مبينه هوائي حملې شوي ، د کابل حملې په اړه د افغانستان اسلامي امارت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي چې د چاودنې آواز اوريدلې شوې ، حمله کښې څه زيان نۀ دې اوړيدلې او خير شوېدې ۔
د ځينو غير مصدقه اطلاعاتو ترمخه کابل کښې په يو لينډ کروزر ګاډي بريد شوې ، ګاډي کښې د کالعدم ټي ټي پي مشر نور ولي موجود وو ، دهغۀ په اړه متضاد اطلاعات ترلاسه شوي ۔
د ځينو کمانډرانو د وژنې په اړه هم اطلاعات رامخې ته شوي ، کابل کښې د هوائي جهازونو آوازونو ويډيوګانې هم مخې ته راغلي ۔
بلخوا د مقامي سرچينو ترمخه کابل سره سره پکتيکا ، خوست او ننګرهار کښې هم د ټي ټي پي په مرکزونو د حملو اطلاعات تر لاسه شوي ولې آزاد ذرائعو او په سرکاري توګه څه نه دي وئيلي شوي ۔