تحصيل تخت بهائي سره تعلق لرونکې طالب علم راشد لاهور کښې بے درکه شويدې، راشد په لاهور کښې يو نجي هاسټل کښې اوسيدو او د اے سي سي اے تعليم ئې حاصلولو، دغه طالب علم په څليريشتم جون بے درکه شوې او تهاڼه کښې ايف آئي آر درج کيدو باوجود نۀ دې ميلاؤ شوې، د هغۀ خاندان مشکلاتو سره مخ شويدې ۔
تفصيلاتو مطابق د تخت بهائي سره تعلق لرونکې طالب علم راشد په څليريشتم جون د لاهور يو هاسټل نه د جوس څښلو لپاره بهر تلې وو او اوسه پورې ئې هيڅ پته نۀ ده لګيدلې ۔
د لاهور وحدت کالونۍ تهاڼه کښې د راشد د بے درکې رپورټ هم درج شوې ولې څلور ورځې تيريدو باوجود ئې پته نۀ لګي، چې لوجې ئې د راشد خاندان پريشانې مخ شويدې ۔
د لاهور وحدت کالونۍ تهاڼې پوليس چارواکو وئيلي دی چې د بے درکه طالب علم راشد بازيابۍ لپاره قانوني کاروائيانې جاري دي ۔

