د اسلام آباد پوليسو د پي ټي آئي د اطلاعاتو سيکرټري رؤف حسن د نيولو پخلی کړی دی. د اسلام آباد پوليس ترمخه د پي ټي آئي سيکرټريټ کښې د ډيجيټل ميډيا سيل په مرکزي دفتر چاپه وهلې شوې او قانون نافذونکو ادارو د ثبوتونو په بنياد چاپه وهلې ده۔
دپوليسو ترمخه دپي ټي ائي ډيجيټل ميډيا سنټر دنړيوالو غلطو اطلاعاتو مرکز ؤ اؤ دغلته دپاکستان ضد پروپيگنډې ترسره کيدې اؤ دپي ټي ائي ډيجيټل ميډيا سيل څخه هم دپاکستان اؤ پاکستان ضد پروپيگنډې ترسره کيدې. دپوليسو وينا ده چې دپي ټي ائي ډيجيټل ميډيا سيل څخه په مستقيم ډول دپاکستان په ضد پروپيگنډې کې ککړ کسان نيول شوي دي، دپي ټي ائي ډيجيټل ميډيا سيل څخه ټول ثبوتونه ترلاسه شوي دي، ډيجيټل ميډيا سيل د رؤف حسن تر څارنې لاندې روان و چې وروستو رؤف حسن هم نیول شوی دی. تر دې وړاندې پي ټي ائي د رؤف حسن سره د بيرسټر ګوهر د نيولو ادعا کړې وه خو د اسلام اباد پوليسو د بيرسټر ګوهر او مېرمنې نيول رد کړي وو. پي ټي آئي وايي پوليسو د سيکرټريټ نه د کمپيوټرونو پشمول نور سامان هم ترلاسه کړي دي۔