د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) لخوا د سبا احتجاج لغوه کيدو امکان دې۔ دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي ځينې مشران داسلام اباد هائيکورټ فيصله محفوظه لاره ګڼي اؤ ددې ترمخه داحتجاج په لغوه کولو غور کوي.
د پي ټي آئي سياسي کميټۍ تيره شپه د بشرا بي بي لخوا د اسلام آباد هائي کورټ د ٢٤م نومبر احتجاجي مارچ د لغوه کولو فيصله په نظر کښې نيولو سره په هغه اختلاف باندې غور وکړو.د کميټۍ اکثريت غړي د عدالت د حکم په رڼا کې د نومبر د ٢٤مې احتجاجي مارچ د لغوه کولو په حق کې وو، او استدلال يې وکړو چې حکومت سره خبرې اترې بايد پرمخ يوړل شي.
د پي ټي آئي سياسي کميټۍ فيصله کړې وه چې د قيادت نظر دې عمران خان ته وړاندې کړې شي ولي دوي ورسره په اډياله جيل کښې ملاقات ونکړے شو۔ وروسته د خېبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور په پېښور کې د ګوند مشرانو يوه غونډه رابللې وه چې د احتجاجي مارچ په اړه يې خبرې وکړي.
د پي ټي ائي د مشر او علي امين ګنډاپور مشاور بيرسټر سيف سره په تماس کې وويل چې که څه هم هغه د سياسي کميټۍ غړى نه دى خو په پارټۍ کې د عدالت د فيصلې د چيلنج کولو خبرې روانې دي.
د سعودي عربستان په اړه د بشری بي بي د ویډیویي بیان په اړه د رامنځته شوي جدي تناقض په اړه د ګوند سرچینې وايي چې د سیاسي کمیټې ډیری غړي خوښ نه وو او پر ضد یې خبرې کولې، خو دوی په ښکاره د بشری بي بي د ردولو پریکړه ونه کړه. ځينو مشرانو وړانديز وکړ چې پي ټي ايي بايد د بشرا بي بي له بيان څخه ځان لرې کړي او ښځه پرېږدي چې د ځان دفاع وکړي.