د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د مېرمنې بشرې بي بي پر ضد په ګڼو سیمو کې د مذهبي نفرت خپرولو په تور مقدمې درج شوې دي.
د بشری بي بي په ضد د ملتان په قطب پور پولیس سټیشن کې مقدمه درج شوې، د مقدمې د متن له مخې بشری بي بي د خلکو د مذهبي احساساتو د پارولو هڅه کړې وه.
بل لوري ته راجن پور کې د بشرا بي بي په ضد مقدمه درج کړې شوې او د شهري خم سيداني په شکايت محمد پور پوليس سټيشن کې مقدمه درج کړې شوې ده. د قضیې له مخې بشری بي بي د مذهبي کرکې د خپرولو هڅه کړې وه.
له دې وړاندې د بشری بي بي د ویډیو بیان په اړه د ټیلیګراف قانون ۱۸۸۵ لاندې مقدمه درج شوې وه. ډيره غازي خان کښې د بشرا بي بي خلاف ايف آئي آر درج کړے شوے دے۔ د مقدمې په متن کې ويل شوي چې بشرې بي بي د خلکو د ګمراه کولو لپاره کرکې ډکې ويناوې وکړې.
ياده دې وي چې په دې وروستيو کې بشرې بي بي په خپل ويډيويي بيان کې ويلي وو، چې کله عمران خان لوڅ پښې مدينې ته ولاړ او بېرته راغی، نو باجوه ته يې ټليفونونه راتلل، باجوه ته ويل شوي وو چې دا سړی څوک راوستی، موږ ته داسې خلکو ته اړتيا نه شته.