اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې وفاقي وزيرداخله محسن نقوي وئيلي چې د ملائيشيا وزيراعظم دپاکستان په دوره دې، او اسلام آباد کښې دمهم نوعيت عالمي دستورې جاري دي،غير ملکي سربراه موجودګۍ کښې دپي ټي آئي احتجاج کول مناسب نه دي ۔
داخله وزير اووئيل چې اسلام آباد انتظاميې د جلسې لپاره ځائے مختص کړې ولې تحريک انصاف سباله داحتجاج کال ورکړې،که چرې سبا چا هم توړ پهوړ اوکړو، نو بيا به ګيلا نه کوي ، ځکه چې سکيورټې انتظاماتو کښې به کوتاهي نۀ برداشت کيږي ۔
محسن نقوي اووئيل چې دسعودي او چين وفدونه هم پاکستان ته رارسيدو والا دي، کوم لپاره چې مونږ د سکيورټې پيشګي انتظامات کړيدي،کنټينرې اودرول زمونږ مجبوري ده، فوج او پيرا ملټري فورسز هم اسلام آباد ته طلب کړے شوي،احتجاج اودرولو لپاره به هر حد پوري ځو ۔
وزيرداخله مخکښې اووئيل چې مونږ نۀ غواړو چې د ملک بدنامي اوشي ،احتجاج کول ستاسو حق دې، ولې لس نه تر دولس ورځو پورې ئي مۀ کوے،عالمي رهنما په ملک کښې موجود دي، هيڅ قسم احتجاج به برداشت نه کړےشي ۔
تازه ترین خبرونه
پي ټي آئي دې احتجاج نه پشاشي،مظاهرچيانوسره به هيڅ نرمي نۀ کيږي،وزير داخله محسن نقوي
څرگندونې نشته1 Mins Read