لاهور: بلاول بهټو زرداري د پيپلز زپارټۍ وفد سره ماډل ټاؤن کښې وزيراعظم شهبازشريف سره اهم ملاقات کړې چې پکښې د ملک سياسي صورتحال او نورو مهمو چارو باندې د خيالاتو بدلون شويدې ۔
په دې موقع د مسلم ليګ ن مشرانو کښې وزير قانون اعظم نذېر تارړ ،د وزيراعظم مشير رانا ثنا الله ، د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق او پيپلز پارټۍ مشرانو کښې پخوانې وزيراعظم راجه پرويز اشرف او د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر موجود وو ۔
ذرائعو وئيلي چې ملاقات پر مهال وزيراعظم شهبازشريف او د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري ترمينځ اووه ويشتم آئني ترميم راوړلو باندې اتفاق شوې او دې لړ کښې د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان او نور اتحادي جماعتونه اعتماد کښې اخستو فيصله هم شوې ده ۔
د ملاقات دوران وزيراعظم وئيلي چې د شپږويشتم آئيني ترميم د منظورولو کريډيټ اتحادي جماعتونو ته ځي،وړاندې مو هم د اولس خدمت کړې او مستقبل کښې به هم کوؤ ۔
په دې موقع بلاول بهټو زرداري وئيلي چې د غير جمهوري طاقتونو لاره نيولو لپاره به شپږويشتم آئيني ترميم ديوال ثابتيږي او دا چې د جمهوريت او پارليمان مضبوطولو لپاره به په شريکه کار کوؤ ۔