صدر مملکت آصف علي زرداري او وزير اعظم شهباز شريف کراچۍ کښې د رينجرز په کيمپ د بهارتي پراکسي کالعدم تنظيم جماعت الاحرار د ترهه ګرۍ حملې سخته غندنه کړې ، د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د ځوانانو قربانو ته ئې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي ، دواړو مشرانو د ملک نه ترهه ګرۍ ناسور مکمل ختمون عزم هم څرګند کړې دې ۔
اسلام آباد: کراچۍ کښې د رينجرز په کيمپ حملې نه پس خپل بيان کښې صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې ترهه ګرۍ جنګ کښې قام د خپلو باتور ځوانانو قربانۍ نۀ شي هيرولي ۔
صدر مملکت اووئيل چې بهرني لاسو کښې سرګرمه ترهه ګر عناصرو عزائم به چرې هم کامياب نۀ شي ، پاکستاني قام د ترهه ګرۍ خلاف د خپلو امنيتي ځواکونو سره کلک ولاړ دې ۔
صدر مملکت زياته کړې چې د شهيدانو قربانۍ د ترهه ګرۍ خلاف قامي عزم نور هم مضبوطوي ، د شهيدانو کورنيو سره غمرزاي او ژوبل کسانو د صحت لپاره لاس په دعا يو ۔
بلخوا وزير اعظم شهباز شريف کراچۍ کښې د رينجرز په کيمپ حمله ناکامه کولو باندې د امنيتي ادارو ستائينه کړې ، وزير اعظم وئيلي دي چې درې ترهه ګر وژلو او يو ژوندې نيولو سره د دښمن ارادې خاورو سره ميلاؤ شوي دي ۔
وزير اعظم شهبازشريف زياته کړې چې د شهيدانو قرباني به ضائع کيږي نه ، ترهه ګر او د هغوي سرپرست به چرې هم خپل ناوړې مقاصد کښي کامياب نۀ شي ۔

