د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر وينا ترمخه پاکستان د زمکې نه زمکې پورې هدف ويشتونکې د شاهين ټو بيلسټک ميزائل کاميابه آزمائينه کړېده ۔
آئي ايس پي آر ترمخه د ميزائيل تربيتي لانچنګ مقصد د پوځيانو د تربيت او د مختلف تکنيکي پيرا ميټرز توثيق جائزه اخستل وو۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د تربيتي لانچنګ مشاهده سټريټيجک پلانز ډويژن،آرمي سټريټجک فورسزکمانډ،سائنسدانانو ،د سټريټجک تنظيمونو انجينئرانو او نور سينئر افسرانو کړېده ۔
د سټريټجک پلانز ډويژن ډائريکټر جنرل د سائنسدانانو د ټيکنيکل صلاحيتونو او عزم ستائنه کړې ده ۔
ډائريکټر جنرل سټريټجک پلانز ډويژن وئيلي چې د دغه افسرانو کارکردګۍ او محنت لوجې داکاميابي ممکنه شويده ۔
صدر مملکت آصف زرداري،وزيراعظم شهبازشريف، چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي او سروسز چيفس د ميزائيل په کاميابه آزمائنه سائنسدانانو او انجنيئرانو له اومبارکي ورکړېده ۔