پاکستان غزه کښې په جنګ بندۍ فوري عمل درامد کولو مطالبه کړي او وئيلې ئي دي چې آزاد فلسطيني رياست قائمول پکار دي ،د خارجه دفتر وائي چې اميد دې چي عارضي جنګ بندي مستقل جنګ بندي شي
خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان هفته وار بريفنګ دوران وئيلي چې د جنګ بندۍ په معاهده فوري عمل درامد وکړې شي، هغۀ وئيلې دي چې يو آزاد فلسطيني رياست قائمول پکار دي ، اميد دې چي عارضي جنګ بندي مستقل جنګ بندي شي، جنګ بندۍ له وجې به امداد فراهمي ممکن کړې شي ،
ترجمان زياته کړې چې د اسرائيلي فوج حملو له وجې قيمتي ځانونه ضائع شوي دي او په لاکهونو بے ګناه فلسطينيان بے کوره شوې دي، هغه وئيلې چې پاکستان غزه کښې د جنګ بندۍ معاهدې خير مقدم کوي او په جنګ بندۍ د فوري عمل درامد کولو مطالبه کوي،