سرچينو مطابق سيکيورټي فورسز د بلوچستان په هرنائي سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف عملياتو تفصيلات په ډاګه کړيدي ۔ سرچينو وئيلي چې عملياتو کښې شپږ ترهه ګر وژلي شوي، دغه ترهه ګر مختلفو کاروائيانو کښې ککړ وو۔
وژلي شوي ترهه ګرو نومونه شافو سمالاني عرف تادين، سرمد خان عرف دستين، محمد مري عرف واحد بلوچ، غلام قادر، عبيد بلوچ عرف فدا، او تاج محمد عرف بابل ښودلي شويدي ۔
سرچينو مخکښې وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګر په سيکيورټي فورسز او عام خلقو باندې حملو کښې ککړ وؤ ۔
دفاعي ماهرينو وئيلي چې د بي ايل اے سره تعلق لرونکي د دغه ترهه ګرو وژنه سيکيورټي فورسز لپاره لوئې کاميابي ده، د دوي وژنې سره کالعدم بي ايل اے ته هم لوئې زيان رسيدلې دې ۔
دفاعي ماهرين وائي چې د ترهه ګرو خلاف کامياب آپريشن نه دا ثابتيږي چې د ترهه ګرو ملا ماته شويده، بلوچ اولس د نام نهاد آزادۍ په جامه کښې ترهه ګر مسترد کړيدي