اسلام آباد کښې سيمينار ته خطاب کښې د سپريم کورټ سينئر جج جسټس منصور علي شاه اووئيل چې کال دوه زره څوارلسم فيصلې باندې اوس عمل اوشو۔
جسټس منصور اووئيل داسې نه دې چې سپريم کورټ په فيصلو عمل نه کيږي،سپريم کورټ خپل اختيار آئين نه اخلي ۔
هغه اووئيل زمونږ ذمه واري ده چې توازن برقرار اوساتو، سپريم کورټ په فيصلو عمل نه کول د آئين خلاف وزري ده ۔
هغه مخکښې اووئيل چې سپريم کورټ په فيصلو عمل کول روايت نه بلکه آئيني تقاضه ده، که څوک نوې نظام راوستل غواړي نو جوړ دي کړي ۔
جسټس منصور علي شاه زياته کړه چې معاملات داسې نشي چليدې، آئين مطابق د فيصلې عزت هم کول ضروري دي،چا سره اختيار نيشته چې فيصلې ته غلط يا صحيح اووائي ۔
هغه اووئيل چې دا اختيار صرف سپريم کورټ سره دې چې هغه کومه فيصله اوکړي هغه به تسليمول وي ۔
جسټس منصور علي شاه اووئيل چې اقليتونو حقوق په اړه سپريم کورټ په فيصلو به عمل درآمد کيږي، نشې کېدې چې انتظاميه په فيصلې عمل اونکړي ۔
هغه دا هم اووئيل چې اقليتو هغه حقوق دي کوم چې اکثريت دي،قرآن هم وائي چې مذهب په معامله کښې زبردستې نيشته،قائد اعظم محمد علي جناح هم اقليتونو حقوقو باندې زور ورکړې، سوچ کول پکار دي چې اقليتي حقوقو تحفظ به څنګه کوؤ۔