ماسکو کښې د سي ايس ټي او تنظيم دفاع وزيرانو اجلاس،د سيمې او افغانستان په صورتحال غور شوېدے، اجلاس دوران افغانستان کښې د ترهه ګرو ډلو موجودګۍ او د دوي هلو ځلو کښې اضافه باندې د تشويش اظهار شوېدے،اجلاس ته وينا په وخت د تنظيم سيکرټري جنرل افغانستان کښې د ترهه ګرو موجودګي د سيمې ملکونو لپاره خطره ګرځولي ده ۔
د روس سرښار ماسکو کښې د کليکټيو سيکيورټي ټريټي آرګنائزيشن غونډه سر ته رسيدلې چې پکښې د روس ، آرمينيا ، بيلاروس ، قازقستان ، کر غزستان او تاجکستان دفاع وزيرانو ګډون کړېدې ۔
سي ايس ټي او تنظيم غونډه کښې په مشترکه توګه په ډاګه شوې چې افغانستان د جنګ ميدان جوړ شوې ، ترهه ګر ډلو هلې ځلې پکښي خورې شوي دي ۔
د تنظيم سيکرټري جنرل وئيلي دي چې افغانستان کښې د شخړو صلاحيت او امکاناتو کښې اضافه شوې ، دغې هيواد کښې د نړيوال ترهه ګر ډلو سرګرمۍ زياتې شويدي ۔
د سي ايس ټي او مشترکه فوجونو مشر آندرے سرټکوف خبردارې ورکړې چې افغانستان کښې يوشمير ترهه ګر ډلې فعاله دې ، افغانستان کښې ترهه ګر ډلو موجودګۍ لوجې ګاونډي هيوادونو کښې د ترهه ګرۍ خوريدو خطره زياته شوې ده ۔

