سرښار اسلام آباد او پنډۍ پشمول د ملک مختلف سيمو کښې باران وريدلې چې ورسره د ګرمۍ زور کم شويدې
موسمياتو محکمې وئيلي چې د بارانونو دا سلسله به يويشتمې جولائۍ پورې دمې دمې سره جاري وي
پي ډي ايم اے خېبرپښتونخوا کښې د لينډسلائيډنګ او متوقع نور حادثاتو په وړاندې متعلقه اداره ته د چمتو اوسيدو هدايات هم جاري کړيدي
محکمه موسميات مطابق د دبارانونو دا سلسله به د خيبرپښتونخوا ،اسلام آباد، سندهـ ،بلوچستان ،پنجاب، کشمير او د ګلګت بلتستان مختلفو سيمو کښې جاري وي