ملټري کورټس کښې د سيويلينز کيسونو متعلق درخواست سماعت شوے، جسټس امين الدين په مشرۍ کښې د سپريم کورټ اووه کسيزه آئيني بنچ سماعت کړې وو،سماعت دوران خپل ريمارکس کښې جسټس جمال مندوخيل سوال پورته کړېدے چې آرمي پبلک سکول حملے په وخت که ګټ جوړ موجود وو نو پوځي عدالت کښې ټرائيل ولې نه وو شوے؟
دې مقدمه کښې د دفاع وزارت وکيل خواجه حارث نور دلائل ورکړيدي او د ملټري کورټونو دفاع ئې کړېده
خواجه حارث وئيلي دي چې ځني عدالتي فيصلو کښې ملټري کورټس تسليم کړي شويدي،د هغه وينا وه که چرې د سيويلينز د جرم تعلق آرمډ سروسز سره وي نو بيا د دې ټرائل په پوځي عدالتونو کښې کيدې شي
د کيس سماعت دوران جسټس جمال مندوخيل پوښتنه کړې وه چې آرمي سکول حمله کښې څه ګټ جوړ موجود وو او کنه؟د دې په جواب کښې خواجه حارث وئيلي دي چې د دې حملې په وخت ګټ جوړ موجود وو،د دې په جواب کښې جسټس جمال مندوخيل ووئيل چې دې حمله کښې ګټ جوړ موجود وو نو بيا د آرمي ايکټ مطابق ولې پوځي عدالت کښې ټرائيل نه وو شوے؟