د سعودي وزير سرمايه کاري انجينئر خالد بن عبد العزيز د پاکستان په دوره اسلام آباد ته رارسيدلے دے ،سعودي وفد په يوسل يو ديرش کسانو باندي مشتمل دے ۔
وفاقي وزير پيټروليم مصدق ملک ، جام کمال او وزیر نجکاری عبدلعليم خان په ائيرپورټ سعودي وفد ته پخيرراغلے وئيلې دې ۔
سعودي وفد به خپل دورے په موقع حکومتي چارواکو او سرمايه کارانو سره ملاقاتونه کوي،امکان دے چې دې دوران د دواړه ملکونو ترمينځ دوه ارب ډالر سرمايه کارۍ معاهدو باندې لاس ليک اوشي، دې نه علاوه په مختلف مفاهمتي ياداشتونو باندي به هم لاس ليک کيږي ۔
د حکام مطابق دسعودي وفد به په يوولسم اکتوبر نيشنل ايرو سپيس سائنس اينډ ټيکنالوجي پارک دوره هم کوي، هم په دې ورځ وزارتي سطح باندې د سعودي وفد سره راونډ ټيبل ميټنګز هم شيډول دي،۔
سعودي وزير سره وفد کښې د کسنټرکشن ، انجينئرنګ، فنانشل سروسز، آئي ټي، ايګريکلچر، فوډ انرجي، او پيټروليم کمپنو نمائنده ګاه هم شامل دي ۔
د سعودي وفد په اعزاز کښې به سباله وزيراعظم شهبازشريف په يو نجي هوټل کښې عشائيه ورکوي ۔