د پېښور په باړه بير سيمه کې د ۸ کسانو د وژنې د پېښې په پلټنو کې مهم پرمختګ شوی دی، د پوليسو له مخې د پېښې اصلي ملزم د سندهـ صوبې څخه نيول شوی دی.
پوليس وايي، د تورنو کسانو پلټنې روانې دي او په لومړيو کې تورن د پېښې لامل د پيسو پر سر شخړه ښودلې ده. دپوليسو وينا ده چې دتندلارو شپږ نور ملگري هم نيول شوي اؤ پيښه کې کارول شوې وسله هم ترلاسه شوې ده. د يادونې وړ ده، چې تورنو کسانو د يوې کورنۍ ۸ غړي وژلي، چې په کې ۴ ماشومان او ۴ ښځې هم شاملې دي.