د امنيتي ادارو سرچينو ترمخه سيکيورټي فورسز د خېبر ضلعې په وادي تيراه کښې خفيه اطلاع باندې عمليات کړېدي ۔
سرچينو وئيلي چې عملياتو دوران اته ترهه ګر وژلي شويدي ۔
سرچينو وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو کښې اهم کمانډر هم شامل دې ۔
وژلي شوي ترهه ګر د تيراه په آدم خيل علاقه کښې د سيکيورټي فورسز په چيک پوسټ حمله کښې ککړ وو ۔
د وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه وسله،لاسي بمونه،موبائل ډيوائس او د افغانستان سمونه برآمد شويدي ۔
سرچينو دا هم وئيلي چي دد وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه ميلاؤ موبائل نه د مطلوب ترهه ګرو او د هغوي د سهولت کارو عکسونه هم ميلاؤ شويدي ۔