آکلینډ: په نیوزي لینډ کښې په هندوستان کښې د خالصتان تحريک سکهانو د خپلواک ملک په اړۀ شوې ريفرنډم کښې ووټنګ سحر نهه بجے شروع شوې وو ۔
ريفرنډم کښې شرکت لپاره د نيوزي لينډ نورو ښارونو نه هم ګنړ شمير کښې سکهان آکلينډ ته تلي وو او د خپلې رائے اظهار ئې کړېدې
د ووټنګ شروع کيدو نه وړاندې د دعا دستوره شوې وه، چې پکښې خالصتان جوړيدو لپاره دعاګانې غوښتې شوې وې ، په دې موقع د تحريک دوران قتل شوي سکهانو بخښانې لپاره هم دعاګانې غوښتې شوې وې ۔
په دې موقع د سکهانو د خالصتان په حق او د بهارت خلاف چغې سورې هم وهلې وې ۔
ووټنګ عمل دوران د ډير زيات سکهانو دلچسپۍ لوجې وخت کښې د يوې ګهتټې اضافه هم کړې شوې وه او په مجموعي ډول اووه ديرش زره سکهانو د خپلې رائے استعمال کړې وو ۔
د سکهانو تنظيم سکهـ فار جسټس کونسل جنرل ګريتونت سنګهـ پنو ويډيو لنک په ذريعه خپل خطاب کښې اووئيل چې هسې په نوم د جمهوري ملک دعوې کونکې بهارت په ووټ باندې يقين ساتنوکو مقابله ګولۍ سره کوي ۔
ګريتونت سنګهـ پنو اووئيل چې د مودي او اميت شاه قتل د سکهانو د لاسه ليکلې شويدې ،اوس د بهارت پنجاب آزادي يقيني ده ۔
هغه مخکښې اووئيل چې مونږ د ګولۍ جواب ګولۍ سره ورکولې شو، ولې زمونږ مشن آزادي يا شهادت دې ۔