پوليسو ترمخه بنو کښې نامعلومه وسله والو په روچه پوليس چيک پوسټ حمله کړېده،حملې دوران وسله والو اووه پوليس اهلکاران تښتولي دي ۔
پوليسو وئيلي چې نامعلومه وسله والو چيک پوسټ کښې موجود د پوليس وسله هم ځان سره تښتولې ده ۔
پوليس وائي چې د پوليس اهلکارانو اغوا کولو پيښه د بنو لرې پرته غريزه علاقه اتمانزئي سب ډويژن کښې مخې ته راغلې ده ۔
اغوا کړې شوي پوليس اهلکارانو کښې سليم،عقيل رحمان، ميوه جان، روشان، عبدالمالک، نعمت الله او شاد محمد شامل دي ۔
پوليس زياتوي چې پيښې وروستو پوليسو دغه علاقه په ولقه کښې اخېستې ده او د اهلکارانو لټون لپاره ئي سرچ آپريشن شروع کړېدې ۔