کراچې کښې سي ټي ډي کامياب کاروائي کړې چې پکښې د کالعدم تنظيم اهم کمانډر نيولې شويدې، سي ټي ډي مطابق نيولې شوې کمانډر پيژنګلو د هدايت الله عرف مولانا عبدالحکيم په نوم سره شويده، او تعلق ئې کالعدم ټي ټي پي سوات چيپټر سره دې.
ترجمان سي ټي ډي مطابق ګرفتار ترهه ګر به کراچې کښې د کالعدم تنظيم لپاره تعليمي چارے ترسره کولې او ددې تنظيم لپاره به ئې چندې هم جمع کوؤلې، ترهه ګر د ولقې نه د چندې رقم او رسيد بک هم ترلاسه شويدې.
د مزيد تفتيش مطابق نيولې شوې ترهه ګر پلار محمد غوث کال دوه زره کښې افغانستان کښې پحق رسيدلې وؤ، يو ورور ئې کفايت الله دې، څوک چې د ملا فضل الله نيږدې ملګرې وؤ، هدايت الله عرف عبدالحکيم سوات آپريشن دوران فرار شوې وؤ سي ټي ډي وائي چې ترهه ګر نامعلوم ځائې ته منتقل کړې شوې او نور تفتيش ترې روان دې.