نړيوال ترهه ګر ډلې داعش خراسان کابل کښې په چيني ريسټورنټ د حملې ذمه واري اخستي ، وائي چې يو ځانمرګي بريد کونکي د کابل شهرِ نو سيمه کښې چينبي ريسټورنټ په نښه کړې ، د کابل پوليس چيف خالد زدران وائي چې ريسټورنټ يو چيني مسلمان او افغان وګړي په شريکه چلولو ، چاودنه کښې ايوب نومي چيني وګړي پشمول اووۀ کسان پحق رسيدلي دي ۔
کابل: نړيوال ترهه ګر ډلې داعش خراسان د کابل بريد په اړه بيان جاري کړې ، وائي چې د کابل په شهرِنو سيمه کښې ئې چيني ريسټورنټ په نښه کړې دې ۔
داعش د يو ځانمردګي بريد کونکي تصوير هم جاري کړې، ځانمرګي بريد کونکې ريسټورنټ ته ننوتو وروسته په چينيانو او افغان سيکيورټي اهلکارو خوا کښې ځان الوزولې دې ۔
بلخوا د کابل پوليس مشر خالد زدران وئيلي دي چې ريسټورنټ يو چيني مسلمان او افغان وګړي په شريکه چلولو ۔
خالد زدران مطابق چاودنه کښې ايوب نومې چيني وګړي پشمول اووۀ کسان پحق رسيدلي، چيني وګړي ايوب د چين سينګيانګ صوبې اوسيدونکې وو ۔

