بر سوات مدین کښې نهه کلنه ماشومه د زياتي نه پس په ډزو قتل شوې، پولیس د پېښې او قتل په شک کښې يو کس نیولې دې، د نیولې شوې کس نه نورې پلټنې جاري دي،د نهه کلنې يتيمې ماشومې بے دردۍ سره قتل باندې د سیمې خلق هم غمژن شوي او د ملزمانو خلاف ئې د سختې کاروائۍ مطالبه کړې ۔
د سوات په مدین سیمه کښې یوه نهه کلنه ماشومه د جنسي زياتي وروسته په سر په ډزو وژلې شوې ده، د پېښې له امله په سیمه کښې سخت غم او اندېښنه خوره شوې ده ۔
وژلې شوې ماشومه د خدابخښلې جمال الدین لور وه، ماشومه د زياتي وروسته په سر په ډزو ویشتلې شوې، چې لوجې ئې سخته ژوبل شوهې او وروسته ئې بيا ساه ورکړې ده ۔
د پېښې سمدستي وروسته پولیس ماشومه سول هسپتال مدين ته رسولې وه، چې د پوسټ مارټم او نورو طبي معائنو وروسته دماشومې جسد بېرته د هغې کورنۍ ته سپارلې شوې دې ۔
پولیس مخکښې وئيلي چې د پېښې سره ټرون لرلو کښې یو کس د قتل په شک نیولې شوې، د نیولي شوي کس څخه پښتنې او تحقیقات روان دي ۔
او پولیس هڅه کوي چې د پېښې ټول اړخونه برسيره کړي ، د نهه کلنې ماشومې بے دردۍ سره د وژلې کېدو پېښې د سیمې اوسېدونکي سخت غمجن کړي دي ۔

