لندن کښې ميډيا سره خبرو پر مهال د جميعت علما اسلام امير مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې ملکي سياسي حالاتو کښې هر وخت هم تبديلي راتلې شي، ولې د باني پي ټي آئي خوشې کيدو هيڅ امکانات فې الحال په نظر نۀ راځي ۔
مونلانا فضل الرحمان اووئيل چې د عمران خان د چا سره ډيل په اړه خبر نۀ يم، ترغوږه شوي خبرو باندې تبصرې کولو نه ډډه کوم، پرامن احتجاج او جلسې کول د پي ټي آئي حق دې، او دې نه هغوي منع کول نۀ دي پکار ۔
د جے يو آئي امير مخکښې اووئيل چې د عمران خان د خويندو په ضمانت کښې زما هيڅ کردار نيشته۔
د يو پښتنې په جواب کښې مولانا فضل الرحمان اووئيل چې مونږ محفوظ پاکستان لپاره د مضبوط فوج قائل يو،دوه زره لسم راهسې پاک فوج ته ډير اختيارات ورکړې شوي، ولې ترهه ګري اوسه پورې ختم شوې نۀ ده،
مولانا فضل الرحمن اووئيل چې د اسلامي نظام نفاذ او سودي نظام خاتمے نه بغير ملک ترقي نشي کولې ، د پاکستان بقا اسلامي نظام کښې ده ۔
هغه زياته کړې چې پاکستان کښې د انساني حقونو تحفظ او معيشت بهترۍ لپاره کردار لوبول پکار دي ، شپږويشتم آئيني ترميم کښي سودي نظام خاتمه د آئين برخه جوړه کړې،او دا چې د پاکستان امن لپاره مونږ ته متحد کيدل پکار دي ۔