د آئي ايم ايف کميونيکيشن ډائريکټرې جولي کوژک په پاکستاني حکومت زور راوړېدے چې د مالدار کسانو نه زيات ټيکس وصول کړي،جولي کوژک د پاکستان توانائۍ شعبه کښې اصلاحات راوستلو مطالبه هم کړېده۔
واشنګټن کښې ميډيا سره خبرو په وخت د آئي ايم ايف ډائريکټرې وئيلي دي چې پاکستان کښې د ټيکسونو د وصولۍ شرح ډيره کمه ده مونږ غواړو چې د پاکستان مالدار خلک زيات ټيکسونه ورکړي۔
د جولي کوژک وينا وه چې پاکستان سره د آئي ايم ايف د درې ارب ډالرو سټينډ بائي معاهدې مقصد د پاکستان معيشت ته وده ورکول وو۔
د آئي ايم ايف ډائريکټرې زياته کړيده چې پاکستان له د داسې معاشې پاليسۍ ضرورت دے چې د دې ملک معاشي حالات ښه کړي او ګراني هم کنټرول شي۔