د امريکې د تاريخ اهم ترين صدارتي انتخابات کښې د ري پبلکن اميدوار ډونلډ ټرمپ په دوئم ځل نوې صدر منتخب شوې،ډونلډ ټرمپ د امريکې اووه څلويښتم صدر جوړ شوې دې ۔
صدارتي اليکشن کښې د کاميابې وروستو نو منتخب صدر ډونلډ ټرمپ فلوريډا کښې وکټري سپيچ کړې، او وئيلي دي چې انتخاباتو کښې د کاميابې لپاره تحريک ناقابل يقين وؤ ۔
ټرمپ اووئيل چې داسې سياسي تحريک د امريکې په تاريخ کښې هيچا نه ليدلې، امريکه مضبوط جوړولو لپاره به په آرام نۀ کښينتو ۔
د صدر ټرمپ وينا وه چې مونږ به خپل سرحدات نور هم محفوظ جوړوؤ، او خپل کورني معاملات به هم ټهيک کوؤ ۔
خپل خطاب کښې ډونلډ ټرمپ نوې جنګونو شروع کوؤلو پر ځائې د جنګونو ختموؤلو اعلان کړې، او وئيلي دي چې د هغۀ په خپل تير دور حکومت کښې داعش ته شکست ورکوؤلو نه علاوه هيڅ نوې جنګ نه وؤ شروع کړې ۔
امريکائي صدر اووئيل چې مونږ په خپل حکومت کښې داعش له په رکارډ وخت کښې شکست ورکړې وؤ ۔
نومنتخب صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې په هغۀ به د جنګونو شروع کوؤلو د انديښنو لپاره تنقيد کيدو ولې هغۀ به وئيل چې جنګونو پيل کيدو له نه بلکه د جنګونو خاتمې لپاره راغلې يم ۔
ډونلډ ټرمپ خپله بريا د جمهوريت او آزادې لپاره لويه ګټه ګرځولې او وئيلي دې امريکې له به نوره هم ترقي ورکولې شي ، او قرضې به ختمولې شي ۔
نو منتخب صدر ډونلډ ټرمپ خپل قام ته مخاطب شوې او وئيلي دي چې ستاسو د خاندانونو او مستقبل لپاره به تل جنګيږم، تر آخيرنۍ ساه پورې به ستاسو د حقونو لپاره جدو جهد کوؤمه ۔