د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي اسلام آباد کښې د خېبرنيټ ورک دوره کړې ده ، او په دې موقع ئې د خېبر نيټ ورک ډائريکټر ايډيټوريل پاليسي او سينئر خبريال حسن خان سره د هغوي د مور بي بي په وفات تعزيت کړې او فاتحه خواني ئې کړېده ۔
ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي په دې موقع د صوبې مختلفو چارو باندې خېبر نيوز سره خصوصې خبرې هم کړېدي ۔
ګورنر خيبرپختونښوا وئيلي دي چې صوبے کښې امن امان ډيره غټه مسئله ده خو وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور بيخي سنجيده نه دې چې دې اهمو ممسئلو باندې توجه ورکړې ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې د يونيورسټيانو ډير بد حال دې، دا وخت په صوبه کښې څلورديرش يونيورسټيانې دي او په شپږ ويشت يونيورسټياني کښې تراوسه پوري وائس چانسلر نيشته ۔
ګورنر خيبر پښتونخوا مخکښې اووئيل چې پکار دي چې ماتهوزيراعلیٰ پروپوزل تيار کړي چې زر تر زر دغه مهم پوسټونو باندې قابل او تکړه کسان تعينات شي او هم دغه رنګ ديونيورسټيانو فنډ هم لوئې مسئلې دي ۔