پيښور: خيبر پښتونخوا لوکل ګورنمنټ منتخب نمائندګانو او اولس لپاره د خوشحالۍ خبر ،مشير خزانه مزمل اسلم وئيلي دي چې صوبائي حکومت په وړومبي ځل د مقامي منتخب نمایندګانو ته ترقیاتي فنډز جاري کړيدي ۔
مزمل اسلم ترمخه بندوبستي ضلعو کښې مقامي منتخب شوي نمائندګانو ته درې اعشاريه دوه اربه روپې ترقیاتي فنډز جاري شوي دي ۔
مشير خزانه وئيلي دي چې ضم شوي ضلعو منتخب نمائندګانو لپاره درې سوه څلور اوویا ملين روپې فنډز مختص کړېدي ۔
دخېبر پښتونخوا مشير خزانه مزمل اسلم وئيلي چې اوس به ځائي حکومتونو منتخب نمائندګان به دغه فنډز براه راست خرچ کولو اهل وي ۔
مزمل اسلم مخکښې وئيلي چې دغه ګام د ځائي حکومت خپلواکه او موثره کولو لپاره مهم ګام دې ۔
هغه زياته کړه چې د خېبر پښتونخوا حکومت د وزير اعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې باني پي ټي آئي ويژن په عملي کولو کښې بريالي روان دې ۔
بلخوا ذرائعو وئيلي چې خېبرپختونخوا کښی صرف شپږ پنځوس تحصیلونو ته بلدیاتی فنډز جاري شوې،په دی تحصیلونو کښې په یو پنځوس تحصیلونو د پي ټي آئي اميدوارانو کامیابی ترلاسه کړېده ۔
په درې اربه نهه ویشت کروړه روپې فنډز کښې يو شمير نیبرهوډ او ویلیج کونسلرز په مکمله توګه نظرانداز کړې شويدي ۔