د پنډۍ نيو ټاؤن تهاڼې سب انسپکټر عمر صديق مدعيت کښې درج شوې ايف آئي آر په متن کښې وئيلي شوي چې تيره ورځ د پاکستان تحريک انصاف باني چيئرمين په هدايت کارکنانو د پنډۍ مختلفو علاقو کښې پرتشدد احتجاج کړېدې ۔
د مقدمې متن مطابق احتجاج دوران پي ټي آئي کارکنانو په پوليس اهلکارانو کاڼي ورولي، د پوليس په ګاډو ئې حملې کړي او سړکونه ئې هم بند کړې وو۔
د مقدمې متن کښې مخکښې وئيلي شوي چې مظاهرچيانو په سړکونو ټائرونه سوزلي، د خلقو لارې ئې تړلې وې، او سټرکونه ئې هم بند کړي وو، چې لوجې د عام خلقو يو شمير ستونزو سره مخ شوې وو۔
پوليس چارواکو وئيلي چې دې دوران يو شمير مظاهرچيان نيولې شوي هم دي ،او هغوي خلاف هم مقدمې درج کړې شويدي۔
بلخوا دغه احتجاج لوجې د پي ټي آئي پنډۍ او نورو علاقو مشرانو خلاف سټي،وارث خان، اے آر بازار کښې هم مختلفې مقدمې درج کړې شوي، چې پکښې د پي ټي آئي مشرانو پشمول سل نه سيوا کارکنان نامزد کړې شويدي۔
د دغه مقدمو په متن کښې وئيلي شوي چې پي ټي آئي مشرانو او کارکنانو د حکومت خلاف سختې نعرې او چغي سورې وهلي دي ، په پوليس ئې کاڼي هم ورولي او کارِ سرکا کښې ئې مداخلت هم کړېدې۔
پوليسو ترمخه د پي ټي آئي کارکنانو حملو کښې يو پوليس اهلکار ژوبل شوې او د پوليس يو شمير ګاډو ته نقصان هم رسيدلې دې۔