فيلډ مارشل سيد عاصم منير سرکاري دوره باندې تهران ته رسيدلې دې، فيلډ مارشل به ايران کښې اعلیٰ چارواکو سره اهم ملاقاتونه کوي،دپاک فوج ترجمان وئيلي چې فيلډ مارشل به تهران کښې د ايران او امريکې ترمينځ امن مذاکراتو او ممکنه لوظنامې باندې ايراني قيادت سره خبرې کوي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې چيف آف ډيفنس و فيلډ مارشل فورسز سيد عاصم منير په اهم سرکاري دوره ايران ته تلې دې ۔
اآئي ايس پي آر وئيلي دي چې فيلډ مارشل به تهران کښې ايران اهم چارواکو سره ملاقاتونه کوي ، چې پکښې د منطقې تازه صورتحال باندې د خيالاتو بدلون کيږي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د فيلډ مارشل د ايران دوره منطقه کښې جاري کشيدګۍ کښې د پاکستان د ثالثۍ د کردار برخه ده ۔
ياده دې وي چې وفاقي داخله وزير محسن نقوي هم ايران کېښ موجود دې، او د فيلډ مارشل تهران ته رسيدو باندې ئې د هغۀ په ايئر پورټ هرکلې هم کړېدې ۔

