نائب وزيراعظم او وزيرخارجه اسحاق ډار د فيض حميد په ګرفتارۍ باندې ردعمل ښودلې دې ۔
خارجه وزير او نائب وزيراعظم وئيلي چې دا خو غټه معجزه شوې،او زۀ پرې ډير حيران يم ولې چې داسې کار مې په اول ځل اوليدو ۔
اسحاق ډار زياته کړې چې دا خو د کال دوه زره څوارلسم پراجيکټ دے چې اوس ختم شو۔
هغه اووئيل چې د کال دوه زره څوارلسم دهرنا هم د دے پراجيکټ برخه وه ۔
اسحاق ډار وئيلي چې حاصل ئې څۀ کړل،معيشت له ئې بيړه چپه کړه چې نقصانات ئې اوس هم قوم ته ور په غاړه دي ۔
اسحاق ډار انکشاف کړې چې ليفټيننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد زما نه معافي هم غوښتې ، زۀ هم د فيض حميد په متاثرينو کښې شامل يم،فيض حميد په اکتوبر کښي زما نه معافي غوښتي وه ۔