د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان ضلع مير علي کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع آپريشن کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن دوران سيکيورټي فورسز ډزو کښې شپږ ترهه ګر وژلي شوي او د ډزو تباله کښې د پاک فوج يو ميجر او يو سپاهي شهيدان شويدي ۔
د پاک فوج ترجمان مطابق ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې د پاک فوج بهادر افسر ميجر حمزه اسرار او سپاهي محمد نعيم شهيدان شويدي ۔
د نهه ويشت کلن ميجر حمزه اسرار تعلق ضلع پنډۍ سره وو او شپږويشت کلن سپاهي محمد نعيم د نصير آباد اوسيدونکې وو ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې سيمه کښې د ترهه ګرو خاتمې لپاره به آپريشن جاري وي، او پاک فوج ملک نه د ترهه ګرو خاتمې لپاره پرعزم دې ۔