ټوخي شربت کښې د خام مال پروپلين ګلائيکول استعمال انکشاف، ډرګ ريګوليټري اتهارټي پاکستان د سټورز نه مضر صحت ټوخي شربت واپس راغوښتلي دي.
ډريپ حکام مطابق د ټوخي په شربت کښې د تهائي لينډ نه درآمد شوي خام پروپلين ګلائيکول استعمال شوې، درآمد شده پروپلين ګلائيکول کښې د مضر صحت کثافتونو مقدار پينځه ويشت فيصده موندلے شوے،
ډريپ حکامو وئيلي چې د ټوخې شربت درآمدي خام مال ټول ملک کښې سپلائي شوي او ټول ملک نه به دغه واپس راغوښتلے شي، ډريپ دا هم وئيلي چې که چرې دي کښې بدنيتي ثابته شوه نو د ککړ کسانو خلاف به کرمنل کيس فائل کولے شي.