Close Menu
    تازه ترین خبرونه

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې

    اکتوبر 31, 2026

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026

    سهېل آفریدی په حفاظتي تحویل کښې په شاهې مهمان خانه کښې شپې سبا کوي

    اکتوبر 31, 2026

    هانګ کانګ سپر سکسز ټورنامنټ کښې پاکستان په څلور وکټو بهارت ته ماتې ورکړې

    اکتوبر 30, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    یکشنبه, نوومبر 1, 2026
    • قامى خبرونه
    • مهم خبرونه
    • نړۍ
    • کاروبارى خبرونه
    • روغتیا
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Beyond All Frontiers
    اردو خبریں ENGLISH NEWS
    • سرپاڼه
    • قامى خبرونه

      خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

      اکتوبر 31, 2026

      وزيراعظم شهبازشريف مسلم ليګ ن ته خېبرپښتونخوا کښې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د مکمل تيارو هدايت کړې

      اکتوبر 29, 2026

      سينيټ غونډه کښې د حکومت او جے يو آئي مشرانو ترمينځ تود بحث شوې، شور شرابه

      اکتوبر 29, 2026

      نړيواله ورورولي دې د کشمير شخړې مستقل حل لپاره کردار ادا کړي، خارجه وزير اسحاق ډار

      اکتوبر 27, 2026

      د تهران غونډې اعلاميه جاري، پاکستان، سعودي عرب، ترکيه او ايران مذاکرات جاري ساتلو باندې اتفاق کړې

      اکتوبر 26, 2026
    • خېبرپښتونخوا
    • پنجاب
    • بلوچستان
    • سندھ
    • افغانستان

      پاکستان د افغان طالبانو د مخالفينو سره مرستو په حواله د زلمي خليل زاد تورونه مسترد کړي

      اکتوبر 24, 2026

      وزارت اطلاعات د افغان طالبانو لخوا د پاکستان نه وسلو سمګلنګ دعوې رد کړي

      اگست 9, 2026

      پیښور هائېکورټ د افغانستان دوه پخواني فوجي جرنیلانو ته پاکستان کښې سياسي پناه ورکولو نه انکار کړې

      اگست 6, 2026

      انساني بنيادونو باندې شپاړس زره قانوني دستاويزات لرونکي افغان کډوالو قيام کښې توسيع فيصله

      جولای 30, 2026

      افغانستان کښې بدخشا او زیبک سيمو کښې د طالبانو او مخالفينو ترمينځ انښتې،د طالبانو پنځلس فوجيان مړۀ شوي

      جولای 24, 2026
    • انټرټېنمنټ خبرونه

      د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ګلريز تبسم پيښور کښې پحق رسيدلې

      اکتوبر 28, 2026

      نامتو ټک ټاکره ثنا جاويد عرف آؤټ لوفره اسلام آباد کښې وژلې شوې

      مارچ 22, 2026

      اسلام آباد کښې د اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت تعزیتی او ادبي غونډه

      فبروري 10, 2026

      زۀ خپل خاوند هيچا ته نشم ورکولې، ثنا جاويد باندې په سوشل ميډيا سختې نيوکې

      جنوري 1, 2026

      قائداعظم پوهنتون اسلام آباد کښې ”ګلونه او رنګونه“ په نوم د پښتو خوندوره مشاعره

      نوومبر 6, 2025
    Khyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼهKhyber News Official Website (Pashto) | د خېبر نيوز رسمي وېب پاڼه
    Home » آيا د ترهه ګرۍ مخنيوي اداره په پښتونخوا کښې د ترهه ګرو خلاف جنګ کولو صلاحيت لري؟
    خېبرپښتونخوا

    آيا د ترهه ګرۍ مخنيوي اداره په پښتونخوا کښې د ترهه ګرو خلاف جنګ کولو صلاحيت لري؟

    دسمبر 3, 2024څرگندونې نشته5 Mins Read
    Facebook Twitter Email WhatsApp
    Does CTD have the capacity to end terrorism in Khyber Pakhtunkhwa?
    د فوري او مؤثر ګامونو سخت ضرورت دې چې د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي نوره چمتو کړې شي ۔
    Share
    Facebook Twitter Email WhatsApp

    اسلام آباد( ويب ډيسک) خيبرپښتونخوا تير شل کالو راهسې د ترهه ګرۍ د ناسور نه تر ټولو زياته ځپلې شوې صوبه ده، دلته قانون نافذ کونکې اداري د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې کردار ادا کړې او اوس هم دغه کردار ادا کوي او دې دوران پاک فوج او نورو سيکيورټي ادارو هيو شمير کاميابۍ هم ترلاسه کړيي، ولې دد ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې پشان نورې صوبائي ادارې د وسائلو کمي لوجې حکومتي توجو ته اوس هم سترګې په لار دي ۔

    دوه زره دوه ويشتم کښې د دسمبر مياشت کښې د بنو سي ټي ډې تهاڼې باندې د ترهه ګرو حملې پر مهال د دې ادارې تولې کمزورۍ په ډاګه شوې وې، چرته چې د بنيادي انفراسټرکچر نيشتوالي لوجې سوالونه پورته شوي وو ۔

    بلخوا وفاقي حکومت دوه زره لسم نه تر دوه زره څليريشتم پورې خېبر پښتونخوا ته د ترهه ګرۍ خلاف جنګ لپاره خواؤشا پنځه سوه اربه روپې فراهم کړيدي، صرف د دوه زره دري ويشتم او څليريشتم مالي کال اولنې نهه مياشتو کښې صوبې ته شپږ پنځوس اربه روپې ورکړې شوي،ولې دا لوئې فنډ د سي ټي ډي په استعداد نۀ دي خرچ کړې شوي ۔

    دې تر څنګ خيبر پښتونخوا کښې دوه زره دوه ويشتم پورې د سي ټي ډي نفري دوه زره، يو سل ،پنځه ديرش وه، بنو حملې نه پس سختو نيوکو وروستو تازه ترين اعداد و شمار مطابق د سي ټي ډي د عملې شميره څلور زره، څلور سوه، ديرش چې پکښې اخلې پخلې کونکي يونې کُک، کلرکان او ډرائيوران شامل دي ، دا شميره هر لحاظ سره صوبه کښې موجود د ترهه ګرۍ خطرو مخنيوي لپاره کافي نۀ ده ۔

    د خېبر پښتونخوا ترهه ګرۍ مخنيوي اداره په صحيح معنو کښې چمتو کولو کښې يو شمير خنډان دي، چې پکښې يو لوئې مسئله پي ايس پي افسران د صوبائي حکومت لخوا په سي ټي ډي کښې نۀ تعينات کول دي ۔

    دوه زره دوه ويشتم پورې سي ټي ډې کښې صرف يو سينئر افسر وو ، چا به چې د قائم مقام ډي آئي جي په توګه خپلې ذمه واريانې سنبالولې ، ولې بلخوا پنجاب سي ټي ډي کښې تقريباَ َ اتلس سينئر افسران او او دوه ډي آئي جيز تعينات دي ۔

    د پاک فوج لخوا بار بار وينا نه پس تير کال په وړومبي ځل سي ټي ډي خېبرپښتونخوا کښې اته ايس پيز تعينات کولو سفارش شوې وو، کوم چې اوس هم صوبې ته ورپيښ چيلنجونو حساب سره ډير کم دي ۔

    دا مهال خېبرپښتونخوا کښې سي ټي ډې ته د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د جديد تربيت سخت ضرورت دې، تير دوه کالو دوران خېبرپښتونخوا کښې د سي ټي ډي يو تربيتي پروګرام هم نۀ دې تابيا کړې شوې او نۀ دې لړ کښې فنډ جاري شويدې ۔

    دې تر څنګ ريوارډ فنډ لپاره سي ټي ډې خېبرپښتونخوا سره صرف د دوه اعشاريه پنځه کروړ روپې فنډ موجود دې ،بلخوا پنجاب سي ټي ډې سره دغه فنډ اووه ويشت اعشاريه شپږ کروړه روپې دې ۔

    د خپل ډيتافرانزک لپاره هم د خېبرپښتونخوا سي ټي ډې  پنجاب باندې انحصار کوي ۔

    اعداد و شمار مطابق د ترهه ګرۍ تر ټولو زياتې مقدمې بلوچستان کښې څلور ديرش فيصده او خېبرپښتونخوا کښې دوه ديرش فيصده دي، ولې د دې مقدمو فيصلې او سزاګانو شرح انتهائي کمه ده، او د دې يوه وجه د سي ټي ډې کمزورې تفتيش هم دې ۔

    پاک فوج خېبرپښتونخوا کښې سي ټي ډې لپاره د جديد طرز هيډکوارټر پشمول نور يو شمير سهوليات فراهم کړي وو ،ولې ناکافي وسائلو لوجې دې اقداماتو مطلابه نتائج هم نۀ دي ورکړي ۔

    دپنجاب او سندهـ  سي ټي ډې مقابله کښې د خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارپ مالي او انتظامي چارو کښې ډيره زياته وروستو ده ، شهدا پيکج د نورو صوبو مقابله يو سل پنځوس فيصده کم دې، چې لوجې ئې د ادارې حوصلې کمزورې وي ،بلخوا د کرپشن مسئلې د ادارې په کارکردګۍ منفي اثراتو غورځوي ۔

    د صوبائي حکومت سي ټي ډې کښې دلچسپي نۀ اخستو او کرپشن دا حال دې چې سي ټي ډې کښې بهرتۍ لپاره اشتهار ورکړې شوې وو، په زرګاؤ خلقو فيس ورکړې وو او درخواستونه ئې جمع کړې وو، او د دې مد کښې دوه کروړه روپې جمع شوې وې، ولې بيا دغه بهرتيانې منسوخ کړې شوې ،د بهرتيانو دغه شان منسوخي د بدانتظامۍ او کرپشن يو اعلیٰ مثال دې ۔

    د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د ټولو نه زيات زيان پورته کونکې صوبې کښې د سي ټي ډې دغه کمزوريانې د تشويش وړ دي ۔

    سيکيورټي فورسز د ترهه ګرۍ خلاف مؤثره کاروائيانې کوي، ولې د سي ټي ډې کمزورو لوجې ترهه ګرو ته دوباره د منظم کيدو موقعې ميلاويږي ۔

    قانون نافذ کول او امن و امان برقرار ساتل په بنيادي توګه د مقامي انتظاميې او پوليسو ذمه واري ده، ولې د خېبرپښتونخوا حکومت دې ذمه وارو پورا کولو کښې ناکامه په نظر راځي ۔

    دې وخت کښې د فوري او مؤثر ګامونو سخت ضرورت دې چې د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي نوره چمتو کړې شي، جديد ټيکنالوجي ،غوره مالي وسائل، او د عملې پيشه ورانه تربيت په ذريعه د دې خطرې مخنيوې اوکړي شي ،که چرې دا هر څه نظر انداز کښې شي نو بيا به د ترهه ګرۍ سيوا شوې خطرې قابو کول ډېر زيات ګران شي ۔

    شریکول Facebook Twitter Email WhatsApp
    مخکینۍ مقالهپاکستان دوئم ټي ټوينټي ميچ هم ګټلې،زمبابوے ته ئې په لس وکټو ماتې ورکړې
    بله مقاله د جنوبى کوريا صدر ملک کښې مارشل لا لګولې ده
    Arshad khan

    مربوطه لیکنې

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026

    سهېل آفریدی په حفاظتي تحویل کښې په شاهې مهمان خانه کښې شپې سبا کوي

    اکتوبر 31, 2026
    ځواب دلته پرېږدئ Cancel Reply

    مونږ پسی راځه
    • Facebook
    • YouTube
    • TikTok
    • Twitter
    • Instagram
    • WhatsApp
    Live Streaming
    تازه ترین خبرونه

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې

    اکتوبر 31, 2026

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026

    سهېل آفریدی په حفاظتي تحویل کښې په شاهې مهمان خانه کښې شپې سبا کوي

    اکتوبر 31, 2026
    سرلیکونه
    لوبو خبرونه اکتوبر 31, 2026

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې په خپل نوم کړې

    پاکستان د ون ډے سيريز فائنل کښې سري لنکا ته شکست ورکړې او ټرافي ئې…

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    نوښار کښې نامعلومه وسله والو په سرکاري ګاډي ډزې کړي، اسسټنټ کمشنر عادل وسيم سخت ژوبل شوې

    اکتوبر 31, 2026
    ډیر لیدل شوی

    وزيراعظم د بجلۍ سهولت ييکج اعلان کړې،کورني صارفنيو لپاره به بجلي په شپږ ويشت روپې في يونټ وي

    نوومبر 8, 2024124 Views

    پېښور کښې د منکي پاکس نور پنځه شکمن کيسونه رپورټ شوي

    اگست 31, 2024122 Views

    د پښتنون کلتور ورځ،ګورنر پښتونخوا فيصل کريم کنډي دپښتنو صحافيانو تنظيم پي جے اے کابينې غړو نه حلف اخستې

    سپتمبر 23, 2024110 Views
    د مدیر انتخاب

    خېبر پښتونخواکښې د ګورنر راج او ايمرجنسي لګولو فېصله ضروري وه ، وزيراعظم شهبازشريف

    اکتوبر 31, 2026

    وزيراعظم شهبازشريف مسلم ليګ ن ته خېبرپښتونخوا کښې د بلدياتي انتخاباتو لپاره د مکمل تيارو هدايت کړې

    اکتوبر 29, 2026

    سينيټ غونډه کښې د حکومت او جے يو آئي مشرانو ترمينځ تود بحث شوې، شور شرابه

    اکتوبر 29, 2026
    خېبر نيوز
    خېبر نيوز

    خېبر نيوز د پښتو ژبې هغه وړومبے چېنل دے کوم چې تاڅو ته څليريشت ګېنټې تازه ترين خبرونه او جاري امورو باندې څېړنې درکوي. دا چېنل کال دوه زره اووۀ کښې په شپاړسمه جولائي شروع کړے شوے او ډېره لږه موده کښې تېزۍ سره د خپرونې د شهرت څوکې ته رسېدلے دے.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube TikTok
    خېبر نيوز © 2026 . ټول حقونه ساتل دي
    • سر پاڼه
    • خېبرپښتونخوا
    • انټرټېنمنټ خبرونه
    • بلوچستان

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.