څلويښت ګاډو باندې مشتمل د خوراکي څيزونو او نور امدادي سامان قافله بګن او پاړاچنار ته رسيدلې ده،دغه سامان کښې دوائيانې او د امروزه استعمال خوراکي او نور ضروري سامان شامل دې ۔
د کرمې نوې ډپټي کمشنر اشفاق خان تصديق کړې چې د امدادي سامان قافله پاړاچنار ته رارسيدلې ده، دې حوالې سره هغه ويډيو بيان هم جاري کړېدې ۔
خپل ويډيو بيان کښې د کرمې ډي سي اشفاق خان د امدادي سامان پاړاچنا ته رسيدو هرکلې کړې او دا ئې لويه کاميابي ګرځولې ده ۔
ډي سي اشفاق خان واضحه کړې چې ډپټي کمشنر جاويد محسود باندې حمله کښې ککړ مجرمان به په هيڅ صورت هم بچ نۀ شي او هغوي به په هر صورت خپل انجام ته رسولې شي ۔
اشفاق خان د کرمې مشرانو او عام خلقو باندې غږ کړې چې د سيکيورټي ادارو او انتظاميې سره دې هر قسمه مرستې اوکړي ، د امن د پاره اولنې پرسس شروع کړې شوې او دا به جاري ساتلې شي، بائد د سيمې خلق هم د د ادارو او انتظاميې ملاتړ اوکړي ۔
ياده دې وي چې د کرمې ډي سي جاويد محسود باندې په څلورمه جنورۍ ډزو نه پس د امدادي سامان قافله د ټل په مقام اودرولې شوې وه ،بلخوا انتظاميې وئيلي وو چې ډي سي باندې ډزو کښې نامزد پنځه کسانو کښې درې ملزمان هم نيولې شويدي ۔
دا هم د يادونې وړ ده چې نومبر مياشت کښې پيښور نه کرم ته تلونکې د ګاډو په قافله د ترهه ګرو ډزو کښې پنځوس پورې کسان پحق رسيدلي وو، او دغې پيښې نه پس کرمه کښې بيا دوه ډلو ترمينځ انښټې هم شوې وې چې پکښې بګن بازا سوزولې شوې وو ۔