کرمه ضلع کښې د ډز بندۍ معاهدې باوجود انښتې په يوولسمه ورځ هم جاري دي،دوه قبيلو ترمينځ تازه انښتو کښې نور شپږ کسان پحق رسيدلي او بعضې نور ژوبل شوي هم دي ۔
د کرمې دغه تازه انښتې نه پس تير يوولس ورځو دوران انښتو کښې پحق رسيدلي کسانو شميره يو سل ديرش ته رسيدلې او يو سل شپږ اتيا نه زيات ژوبل شوې دي ۔
د ډي سي جاويد الله محسود وينا مطابق ضلع کښې په مختلفو ځايونو کښې پوليس او سيکيورټي فورسز دستے تعينات کړې شوېدي ۔
دي نښتو دوران د پاړا چنار مرکزي شاهراه پشمول نورې لارې تګ رتګ لپاره بند دي چې لوجې ئې عام اولس د ستونزو ښکار شوېدې ۔
په علاقه کښې د خوارکي څيزونو، تيل او دوائيانو سخت کمې پيدا شوېدې، ډي سي بيان تر مخه په علاقه کښې نن هم د ډز بندۍ پوره هڅې روانې دي ۔
ډپټي کمشنر جاويد محسود بيان ترمخه چې کومو علاقو کښې ډز بندي عملي شوې هلته د پوليسو او ايف سي دستے تعينات دي او نورو علاقو کښې د جنګ بندۍ لپاره کوششونه جاري دي ۔