د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې سي پيک ګيم چينجر منصوبه ده چې ورسره به اسانتياګاني پيدا شي او معيشت به ښه شي د سي پيک لپاره اصف علي زرداري د ستائيني وړ رول لوبولے،
سي پيک په اړه تابيا شوي کانفرنس ته د وينا په وخت ګورنر خيبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي وينا وه چې سي پيک سره به پاکستان کې سماجي او اقتصادي منظر نامه به بدله شي،
هغوي وينا وه چې سي پيک د لاندي ترقياتي منصوبو دائروسيع کولو فيصله کړے شوي، منصوبي مکمل کيدو سره معاشي ترقي سره صنعتي انقلاب هم راشي،
فيصل کريم کنډي اووئيل چې دچين ترقي او ټيکنالوجۍ نه به بهرپور فائده پورته کړے شي، د چين او پاکستان ترمينځه دوستي لازوال ده او سي پيک د دې ژوندے ثبوت دے،