وزيراعلیٰ سهيل آفريدي ته يو ځل بيا اډياله جيل کښې باني پي ټي آئي سره د ملاقات اجازت نۀ دې ميلاؤ شوې، د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ د خپلې قافلې سره چهبيس نمبر چونګي او چيئرمين بيرسټر ګوهر پشمول د پارټۍ نور مشران داهګل ناکې باندې اودرولې شوې،پوليس کنټينرې لګولي، بلخوا ضلعي انتظاميې وئيلي چې د اډياله جيل خواؤشا علاقه ريډزون ګرځولې شوې او دفعه يوسل څلور څلويښت نافذ ده، په دې موقع د سهيل آفريدي او پوليس اهلکارانو ترمينځ د سختو جملو تبادله هم شوې ده ۔
پنډۍ: د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي په چهبيس نمبر چونګې اودرولې شوېدې، پوليس سره سختو جملو تبادلے دوران وزيراعلیٰ وئيلي چې تاسو پاکستان ماتول غواړۍ، څلور کروړه عوام نمائندے ولې ودروې ۔
سهيل آفريدي پوليس نه د لارې خلاصولو غوښتنه هم کړې، وزيراعلیٰ سره موجود پي ټي آئي کارکنانو نعره بازي هم کړې ده ۔
پوليس چهبيس نمبر چونګي باندې کنټينرز لګولې دي او لاره ئې بنده کړېده، د لارې بنديدو سره ايئرپورټ نه راتلونکې مسافر سختو مشکلاتو سره مخ شوي وو ۔
باني پي ټي آئي او بشریٰ بي بي سره اډياله جيل کښې د ملاقات وخت ختم شوېدې، باني سره ملاقات لپاره نه خو د فيملې او نه د پارټې يو رکن اډياله جيل ته رسېدلې دې ۔
بلخوا جيل انتظاميې ته ميلاؤ شوې د ملاقات فهرست کښې بيرسټر ګوهر، سلمان اکرم راجه او جنګيز خان کاکړ نومونه شامل وو ، ولې د بل چا نوم دغه فهرست کښې شامل نۀ وو ۔

