لوئر کرمه کښې د مسافرو د ګاډو په قافله حمله کښې د لوئې ځاني زيان وروستو مختلفو سيمو کښې د مخالف فريقينو ترمينځ نښتو نور زور نيولې دې ۔
د کرمې پوليس وئيلي چې تازه پيښو کښې دولس کسان پحق رسيدلي چې ورسره تير څليريشت ګهنټو دوران د مړو کسانو شميره څليريشت ته رسيدلې ده ۔
پوليسو مطابق تير درې ورځو دوران مختلفو پيښو کښې د مړو کسانو مجموعي شميره پنځه اوويا ته رسيدلې او اتيا کسان ژوبل شوي هم دي ۔
د پوليس سرچينو ترمخه بګن بازار کښي د فريقينو ترمينځه سختي انښتي شوي ۔ دي نه علاوه مقبل ، کنج عليزئي ، د صدي خار کلے او بالشخيل کښي هم د انښتو اطلاعات دي ۔
مقامي خلقو خيبر نيوز ته وئيلي چي مسافرو قافلي حمله کښي پحق رسيدلي کسانو تدفين نه روسته عليزئي نه د لشکر کشي آغاز شوے وو او د لوئر کرم څلور ځايونو کښې انښتي شوي ۔ د فريقينو ترمينځه د درني وسلي استعمال کيږي ۔
ياده دې وي چې زيارت په ورځ امنيتي ادارو په نګرانۍ کښې د پيښور نه پاړا چنار ته تلونکي په دوه سوو ګاډو باندي مشتمل قافله په دريو ځايونو کښي حمله شوي وه ، ډزو کښي پينځه څلويښت کسان پځق رسيدلي وو او پينځه ديرش پوري ژوبل شوي وو ۔