رياستي ادارو باندې تورونه لګولو کيس کښې اهم پيشرفت شويدې، د اسلام آباد مقامي عدالت دغه کيس کښې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي نيولو او عدالت ته پيش کولو حکم کړېدې ، عدالت د وزيراعلیٰ ناقابل ضمانت وارنټ هم جاري کړې او د کيس نور سماعت ئې اتلسم جون پورې ملتوي کړيدې ۔
د اسلام آباد سول جج عباس شاه عدالت کښې رياستي ادارو باندې سنګين الزاماتو په معامله د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي خلاف کيس سماعت شويدې ۔
په دغه کيس کښې مسلسل غير حاضرۍ باندې عدالت د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړې ۔
عدالت امر کړې چې په عدم حاضرۍ دې وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا اونيولې شي او عدالت کښې دې پيش کړې شي ۔
دغه کيس کښې نيشنل سائبر کرائم انوسټي ګيس ايجنسۍ د پيکا ايکټ لاندې سهيل آفريدي خلاف مقدمه درج کړې ۔
عدالت د مقدمې نور سماعت اتلسم جون پورې ځنډولې دې ۔

