بهارتي پروازونو لپاره د پاکستاني فضائي حدود بندش کښې نوره توسيع شوې، پاکستان دغه پابندي څليريشتم جون پورې سيوا کړيده، دا بنديز به د بهارتي رجسټرډ، آپريټډ، ملکيت يا په ليز اخستي جهازونو پشمول فوجي الوتکو باندې هم لاګو وي ۔
پاکستان ائير پورټس اتهارټي مطابق د بهارتي پروازونو لپاره فضائي حدود بندش کښې مزيد توسيع کړے شويده، يعنې دا پابندي روان کال څليريشتم جون سحر يو منټ کم پنځه بجو پورې سيوا کړے شويده ۔
د پاکستان لخوا ليګيدلې دا بنديز به د بهارتي رجسټرډ، آپريټډ، ملکيت يا په ليز اخستي طيارو پشمول فوجي طياريو باندې هم لاګو وي ۔
د پهلګام واقعے وروستو بهارت د سندھ طاس معاهدے معطلۍ اعلان کړے وو، د کوم په جواب کښې چې پاکستان په دري ويشتم اپريل د يو مياشت يعنې څليريشتمې مئي پورې بهارتي جهازونو لپاره خپل فضائي حدود بند کړي وو، او اوس دغه بندش کښې مزيد يو مياشت توسيع کړے شويده ۔