بلوچستان د لوئې تباهې نه بچ شوې، پوليسو په خفيه اطلاع د کارروائي دوران ګاډي نه د وسلې لوئي کهيپ برآمد کړې او د ترهه ګرې منصوبه ئي ناکامه کړې، د بلوچستان نګران داخله وزير وائي چې ګاړي نه پينځه ديرش کلو ګرامه چاؤديدونکي مواد برآمد شوي، بم ډسپوزل اسکواډ چاؤديدنکي مواد ناکاره کړي، اهلکارانو ته به تعريفي اسناد ورکولې شي۔
د بلوچستان نګران داخله وزير ترمخه پوليسو په خفيه اطلاع کارروائي کولو سره ګاډي نه د وسلې لوئي کهيپ برآمد کړېدې، کوم چې د ترهه ګرې په غرض نامعلومه ځائے ته منتقل کوله۔
هغه اوئيل چې ګاړي نه پينځه ديرش کلو ګرامه چاؤديدونکي مواد برآمد شويدي، بم ډسپوزل اسکواډ چاؤديدنکي مواد ناکاره کړيدي، پوليسو په وخت کارروائي کولو سره ښار د تباهي نه بچ کړېدې، دغه اهلکارانو ته به تعريفي اسناد ورکولې شي۔