پاکستان خلاف درې ون ډے ميچونو سيريز لوبولو لپاره د آسټريليا کرکټ ټيم لوبغاړي اسلام آباد ته رارسيدلي دي،ميلمه ټيم به نن آرام کوي او سبا پريکټس سيشن کښې برخه اخلي،دواړه ټيمونو ترمينځ وړومبې ميچ به د خالي په ورځ پنډۍ ګراونډ باندې لوبيږي ۔
اسلام آباد: پاکستان خلاف درې ون ډے ميچونو سيريز لوبولو لپاره د آسټريليا کرکټ ټيم لوبغاړي سرښار اسلام آباد ته رارسيدلي دي ۔
پي سي بي چارواکو په ايئر پورټ د ميمله ټيم لوبغاړو هر کلې کړې ،ميلمه ټيم به نن آرام کولو نه پس سبا پريکټس سيشن کښې برخه اخلي ۔
دواړه ټيمونو ترمينځ وړومبې ميچ به په ديرشمه مئي د خالي په ورځ پنډۍ ګراونډ کښې لوبيږي، باقي دوه ميچونه به په دوئم او څلورم جون قذافي سټيډيم لاهور کښې لوبيږي ۔
ياده دې وي چې تيره ورځ آسټريليا لپاره د شپاړس کسيزه قومي سکواډ اعلان شوې وو، شاهين شاه آفريدي به آسټريليا خلاف د قامي ټيم قيادت کوي ۔

