اسلام آباد: شپږ ويشتم آئيني ترميم باندې په باقاعده توګه عمل درآمد هم شروع شويدې او دې لړ کښې د نوې چيف جسټس تعيناتۍ لپاره د دولس کسيزه پارليماني کميټۍ ټول نومونه د قامي اسمبلۍ سپيکر ته موصول شويدي ۔
په دې ځواله د قامي اسمبلۍ سپيکر د سينيټ چيئرمين ته خط ليکلې وو چې د سينيټ څلور اراکينو نومونه دې کميټۍ لپاره نامزد کړې شي ۔
دغه خط نه پس سپيکر ته د سينيټ نبه د څلور اراکينو نومونه موصول شوې چې پکښې د مسلم ليګ ن اعظم نذير تارړ، د پيپلز پارټۍ فاروق ايچ نائيک، د جے يو آئي کامران مرتضی او د پپي ټي آئي بيرسټر علي ظفر نومونه شامل دي ۔
دغه شان د قامي اسمبلۍ نه مسلم ليګ ن د خواجه آصف ،احسن اقبال او شائسته پرويز نومونه ليږلې شوي او پيپلز پارټې د نويد قمر او راجه پرويز اشرف نومونه ليږلي دي ۔
کميټۍ لپاره پي ټي آئي د بيرسټر ګوهر او صاحبزاده حامد رضا او د ايم کيو ايم پاکستان لخوا خواجه اظهار الحسن نومونه ليږلې شوي، ولې د جے يو آئي طرف نه د قامي اسمبلۍ د رکن نوم تردې دمه نۀ دې ليږلې شوې ۔