د خارجه دفتر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سوات او مالم جبه نه واپس اسلام آباد ته راتلونکي د مختلف ملکونو سفارت کارانو په سيکيورټي قافلے کښې شامل پوليس ګاډي باندې حمله شوې وه ۔
ترجمانې وئيلي چې ټول سفارت کاران حفاظت سره واپس اسلام آباد ته رارسېدلي دي ۔
خارجه وزارت د شهيد پوليس اهلکار خپلوانو سره غمرازي کړې او چاودنه کښې ژوبل شوي پوليس اهلکارانو خپلوانو سره ئې د همدردۍ څرګندونه هم کړېده ۔
ترجمانې مخکښې وئيلي چې دغه شان پيښې د ترهه ګرې خلاف جنګ کښې زمونږ عزم نشې کمزورې کولې ۔