اسلام آباد: د وزارت مذهبي امور لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې د حج آپريشن ټول انتظامات مکمل کړې شويدي ۔
وړومبې پرواز به نهه ويشتم اپريل باندي راونيږي، عازمين به د سرکاري حج اسکيم لاندې درې زره دوه څلويښت پروازونو د لارې حجاز مقدس ته رسولي شي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې سرکاري اسکيم لاندې به نهه اتيه زره عازمين مدينه منوره،مکه مکرمه ته وړلې شي، د حجانو حجاز مقدس ته رسولو آپريشن به درې ديرش ورځي جاري وي،پاکستان نه به د حج آخېرني پرواز په يو دريشم مئي روانيږي ۔
د حج پروازونو په آغاز به وړومبې پينځلس ورځې عازمين مدينه منوره ته رسولې شي، حج آپريشن کښې د مختلف فضائي کمپنې برخه اخلي ۔