اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې معيشت صورتحال باندی جائزه اجلاس ترسره شوې چې پکښې وزیر خزانه محمد اورنګزيب د آئي ايم ايف متعلق او معاشی صورتحال باندی تفصيلي بريفنګ ورکړې ۔
وزيراعظم معاشي صورتحال بهتر کيدو باندې د اطمینان اظهار کړې او وئيلي دي چې ملک معاشې استحکام طرف ته روان دی اوإحکومتی پاليسۍ هم د بهترۍ په لور روانې شويدي ۔
وزيراعظم اووئيل چې ګرانی شرح اته ديرش فيصده نه کمه شوې او اووه فيصده پوری راکمه شوې ده ۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې و شرح سود دوه ويشت فيصد نه راکم شوې او اوس پنځلس فيصد ته راکم شوې دې ۔
وزيراعظم شهباز شريف هدایت جاری کړی چې ټيکس نظام کښې نوره بهتری او ټيکس غلاکونکو خلاف دې سخت اقدامات اوکړې شي ۔
وزيراعظم مطابق ملک کښې معاشي استحکام راغلې او س دې متعلقه ادارې او چارواکي خلقو ته د ريليف ورکولو کوششونه اوکړي ۔